اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) د پخواني و??يراعظم او پاکستان پيپلز ګوند باني ذوالفقار علي ب??ټو د زيږدني 97مه ورځ د اتوار په ورځ ولمانځلے شوه۔ هغه په 5 جنوري 1928 په لاړکانه كښې زيږدلې ؤ۔هغه خپل ابتدائي تعليم د بمبئي کيتھيډرل هائي سکول كښې بشپړ كړې ؤ۔هغه په 1947 كښې يونيورسټي آف سدرن کيليفورنيا او دې نه پس جون 1949 كښې د برکلے يونيورسټي آف کيليفورنيا كښې داخله اخستي وه۔جون 1950 كښې برکلے كښې پوليټيکل سائنس كښې آنرز سره هغه خپله ډګري ترلاسه كولو نه پس آکسفورډ كښې داخله واخسته۔دې نه پس ذوالفقار علي ب??ټو كال 1953 كښې لنک??ز ان بار كښې شامل شو۔ پاکستان ته په راستنيدو ذوالفقار علي ب??ټو ډنګوملز لا فرم كښې د قانون پريکټس پېل كړو۔كال 1958 كښې هغه د صدرسکندر مرزا په کابينه كښې د تجارت وزير په حيث شامل شو او د ايوب خان په کابينه كښې تر ټ??ل كم عمره وزير ؤ۔ 1963 كښې هغه د محمد علي بوګره حکومت كښې خارجه وزير چوكۍ سنبھال كړه۔ د هغه وړومبۍ لويه کارنامه په 2 مارچ 1963 پاك چين سرحدي لوظنامه وه۔1964 كښې ذواکفقار علي ب??ټو صدر ايوب خان د ترکيې او ايران سره نزدې اقتصادي او سفارتي رابطو جوړولو په تګلاره قائل کولو كښې مرسته كړې وه۔هغه په 30 نومبر 1967 پاکستان پيپلز ګوند بنياد اېښودلې ؤ۔ ذوالفقار علي ب??ټو اتومي پروګرام پېل كولو سره د هېواد دفاع هم ناقابل تسخير كړې وه۔هغه 1971 نه تر 1973 د صدر مملکت په حيث او 1973 نه تر 1977 د وزيراعظم پاکستان په حيث خدمات ترسره كړي۔د ذوالفقار علي ب??ټو د سالګرې په موقع د پاکستان پيپلز ګوند او ذيلي تنظيمونو د سيوري لاندې هېواد كښې دننه او هېواد څخه بهر بېلي دستوري شوي او هغه ته په خذمات پيرزوئ??ې وړاندې كړي۔
Nguồn bài viết : sicbo