سيالکوټ 19 دسمبر (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي په يو څو مياشتو كښې په پنځم ځل پاليسي ريټ کم شوے، معاشي اعشاريي مثبت پلو رواني دي،د كوم کريډټ چې وزيراعظم محمد شهباز شريف ، وفاقي کابينې او د معيشت پوهانو ته ترلاسه دے۔د دې خيالاتو ??رګندونه ده د زيارت په ورځ د سيالكوټ ايوان صنعت او تجارت كښې بزنس کميونټي ته خطاب کښې وكړه۔ ده ووئيل په هر فورم به د سيالکوټ چيمبر آف کامرس مسئلې پورته كوم كوم چې زما فرض هم دے،هېودا چې څه ډول صورت حال سره مخ ؤ هغه ??ول?? ته معلومه ده خو اوس پاليسي ريټ پرله پسې لاندي راتلل د دې خبري غمازي کوي چې حالات ښه والي پلو روان دي۔ده ووئيل جنوري كښې ائير سيالکوټ له به د يو اے سي ??ول?? هوائي ميدانونو ته رس??ه وركړې شي۔ده ووئيل د هېواد د معيشت مايوسي او کرائسسز ختمي??ي كومه چې خوشبينه خبره ده۔ده ووئيل اسټاك مارکيټ چې كومي كچي ته رس??دلے دے څو مياشتي وړاندې د دې تصور هم نه شو كيدے، پاکستان كښې چې څومره تندۍ سره سولرلائزيشن شوے هغه كوم بل هېواد كښې نه دے، حکومت له د آئي پي پي کيپسټي پيمنټ کول وو ٬ حکومت د دې بار پورته كولو۔ وفاقي وزير ووئيل كه د قاچاق ،نان کسټم لګژري ګاړو کرپشن 50 فيصده كم شي نو د هېواد معيشت به په خپلو پښو اودريږي، د بده مرغه هېواد كښې د حلال او حرام تميز ختم شوے او بډې اخستل جائز ګڼلې كېږي د كومو مخنيوي له به چې مونږ له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل زه د کامرس وفاقي وزير جام کمال خان او د خزاني وفاقي وزير محمد اورنګزيب مننه كوم چا چې ماله عزت راكړو او سيالکوټ چيمبر آف کامرس ته راغلل۔ده د سيالکوټ چيمبر پلاوي له په جنوري 2025ء كښې اسلام آباد ته د راتللو بلنه وركولو سره ووئيل هغوي دې خپلي ايجنډا وړاندې كړي د كومې حل لپاره به چې كوټلي اقدامات کولې شي
Nguồn bài viết : Bóng đá Anh