قاهره 19دسمبر (اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان او تركيه تاريخي٬ د ورورولۍ او ګڼ اړخيزه اړيكې لري٬ د دواړو هېوا??ون?? ترمينځه د سرمايه كارۍ او شريكو پروژو په خاص توګه آئي ټي٬كركيله او د ګرين ټېكنالوجۍ نوو څان??و كښې اقتصادي مرستې زياتول ته اړتيا ده۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيه صدر رجب طيب اردوان سره د زيارت په ورځ په قاهره كښې 11مې د ډي ايټ مشرانو غونډې په موقع ملاقات وكړو ۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل پاكستان او تركيه خپلو كښې تاريخي٬د ورورولۍ او ګڼ اړخيزه اړيكې لري۔ده ?? صدر اردوان په قيادت كښې مثالي پرمختګ وستائېلو۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې د دواړو هېوا??ون?? ترمينځه سرمايه كارۍ او شريكو پروژو په خاص توګه آئي ټي٬كركيلې او د ګرين ټېكنالوجۍ نوو څان??و كښې اقتصادي مرستې زياتول ته اړتيا ده۔دغسې دواړو لارښودو د دوه اړخيزه اړيكو په لا قوي كولو د خيالاتو څرګن??ون?? وكړه۔دوي د تركيې او پاكستان ترمينځه د پنځه ملين امريكائي ډالره دوه اړخيزه تجارتي هدف سر كولو له اقتصادي اړيكو ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔دوي اقتصادي٬تجارتي او دفاعي مرستې زياتولو له په ګډه كار روان ساتلو ته هم صلاح شول۔دواړو لارښودو د قامي ګټې په بنيادي مسئلو او د يو بل د مرستې د عزم پخلے وكړو چې پكښې د جمو او كشمير لپاره د تركيې مرسته او د قبرص په مسئله د تركيه موقف لپاره د پاكستان ملاتړ شامل دے۔د بې ګناه فلسطينيانو په ضد د اسرائيل د نسل كشۍ اقدامات او په خاص توګه د 17 اكتوبر 2023 راهسې د خراب شوي صورتحال غندنې كولو سره دواړو لارښودو د فلسطينيانو لپاره د خپل غېر متزلزل مرستې پخلے وكړو۔دوي په مينځني ختيز او د سوريه په صورتحال هم د خيالاتو څرګن??ون?? وكړه۔صدر اردوان ووئيل پاكستان او تركيه كلتوري او مذهبي اړيكې لري او د تركيه اولس د پاكستان لپاره يو خاص مقام لري۔ده ?? دواړو هېوا??ون?? ترمينځه به بېلو څان??و كښې په مرسته د اطمينان څرګن??ون?? وكړه۔صدر اردوان سيمه ايز امن او د استحكام ودې لپاره په ګډه د كار كولو په حاجت زور راوړو۔صدر اردوان د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پاكستان په معيشت كښې ښه والے وستائېلو۔ده ?? فلسطين او لبنان لپاره په مرسته لېږلو د پاكستان ستائنه وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف صدر اردوان له اسلام آباد كښې د اعلٰی پايې ستراتېژيكې مرستې كونسل 7مه غونډه كښې د ګډون او د پاكستان دورې د بلنې تجديد وكړو۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ هم په ملاقات كښې موجود وو۔
Nguồn bài viết : Bóng đá Châu Âu